خوست  ويب پاڼي ته په خيرراغلي

 د لوى او بخښونكي څښتن(ج) په نامه

  Forum Guestbook  Chat  
 

ځیگر
ځیگردې وبولم که زړه دې یادکړم
اې ښکلیه خوسته وایه څه دې ېادکړم
دې ښکلیوپېغلودې لوگی لوگی شم
ځوانان دې ېادکړم که زاړه دې ېادکړم
خوږې شېبې ددې وصال ېادې کړم
که سختې شپې دې بېلتانه دې ېادکړم
څومره لذت دې په هرڅه کې پروت دی
خواږه دې ېادکړم که ترخه دې ېادکړم
په کارناموخودې تاریخ ښکلی دی
ټل دې ننگونوکه واڼه دې ېادکړم
ستا هره لوېشت ده درزمونوسنگر
سمه دې ېاده کړم،که غره دې ېادکړم
ستا دې باتوراولس اوخلکو نه زار
خواران دې ېاد کړم که ماړه دې ېادکړم
زماامید، زمادې ژوند خزانې
لعل اوېاقوت که سپین اوسره دې ېادکړم
چه تا نه وېنم ټول جهان نه وېنم
دې بدن سترگې که با ڼه دې ېادکړم
چاته به څه ، چاته به څه ښکارېږې
زړگی مې غواړی چه هر څه دې ېادکړم
سخااوورکړه ستا دې خلکو دوددی
ډوډۍ،حجرې،که مېلمانه دې ېادکړم
دې غلیم سترگو کې اغزی یې مدام
سنگردی ېادکړم که مورچه دې ېادکړم
ستازړه راښکونکی طبېعت اوښکلا
ناوی دې ېادکه فرشته دې ېاددکړم
دې بدن ساه که مې بقا دې ژوندون
نظردې سترگوکه رانجه دې ېادکړم
دې پښتنودې سر دستاردې بولم
که دې پکتیا دې ننگ شمله دې ېادکړم
أوازدې مینې که دې ننگ ترانه
دې غېرت چېغه که نعمه دې ېادکړم
ستا په سینه کې غېرتی قومونه
په غرو،رغوخواره،واره دې ېادکړم
ځدراڼ منگل که ،صبرې اولکڼ
گربز،تڼی اوکه،ورزه دې ېادکړم
دې ننگ،غېرت اوعظمتونو ځانگو
که دې سرتاج دې پښتانه دې ېادکړم
ستا شجاعت ستا کرامت ته سلام
ژوندی دې وپالم که مړه دې ېادکړم
پرېږده چه پلار،پرېږده چه موردې بولم
شرم راځی چه په نامه دې ېادکړم
دې مستوپېغلواوزلمو ټاټوبیه
مدفن دې پلار اوکه نیکه دې ېادکړم
احساس دې مینې که دې ژوندهنگامه
نسیم دې ېاداوکه وږمه دې ېادکړم
کله به موړ شی))روهېن((ستا په ېادون
په ویښه څه چه لا بېده دې ېادکړم ‍
میرنواز))روهین((
جرمنی ـ اوفن باخ

 

بېرته شاته

 
Copyright © 2004 khost-web.net- All rights reserved.
 

که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په دی سايټ کښی د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
خپلی انګيرنی، وړانديزونه، او نيوکی له مونږ څخه مه سپموۍ 
  
زمونږ د بريښناليک پته په ندی ډول د ه khost@hotmail.com